IQNA

د  غزې د اوربند دموافقې لپاره دحماس غورځنګ غوڅ شرط

15:03 - June 24, 2024
د خبر لمبر: 3489426
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر وئیلی دي، د فلسطین مقاومتي غورځنګ داسې هیڅ یو پلان چې دجنګ بندیدا پکې نه وي هیڅکله ئې هم نه مني.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر سامي ابوزهري  په دې خبرې په ټينګار سره چې  صهیونیسټي رژیم د فلسطین دملت عامې وژلې ته دوام ورکوي، ووئيل،ددغې عامې وژلې د لارې په سر هیڅ مخه نیونکی او خنډ جوړونکی نشته .

هغه د فلسطینیانو په ضد دصهیونیسټي رزیم  دجنایتونو د دوام په باب په خبرداری ورکولو سره ووئيل،د وحشي صهیونیسټانو په لاس په غزې  کې د  عامو خلکو  د عامو وژلو دوام ، په سیمې کې د اور د لبمو د زیاتیدا او غزیدا سبب کیدلی شي.

د حماس غورځنګ دغه مسئول مقام همداراز ووئيل،د اور بند د موافقې او د بندیانو د مبادلې لپاره  تماسونه هماغه راز دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4222787

 

captcha